Feeds:
ليکنې
Comments

Publication1

شاه دوشمشیره

شاه دوشمشیره

آیا میدانید که شاه دوشمشیره کی بود ؟؟‌   Arabs the barbarians

زمانیکه لشکر عرب ها به سرزمین ما حمله ور شد پدران ما یک دیوار را بالای کوه شیر دروازه ساختند تا کابل را از این لشکر عرب های وحشی محافظت نمایند. دیوار مذکور کمک کرد تا کابلیان برای چندین سال از حمله عرب های که مانند القاعده فعلی بودند مصون بمانند. بالا خره عرب ها از حیله و نیرنگ کار گرفتند و یک نماینده خود را نزد پادشاه آن زمان کابل فرستاند و گفتند که ما به کتاب مقدس خود یعنی قرآن سوگند میخوریم که به هیچکس ضرر نمی رسانیم و میخواهیم که با شما گفتگو نمایم . پادشاه آنزمان کابل به عرب ها اعتماد نمود و خواست با قوماندان لشکر عرب ها گفتگو نماید اما این عرب های نامرد وی را کشتند و سر وی را به یک نیزه محکم کردند و چنین وانمود نمودند که وی را در هنگام جنگ کشته است. این لشکر با ورود به کابل نیاکان ما را به شکل بیرحمانه به قتل رسانید و هرکس را که دین آنها را قبول نمی کردند را با شمشیر میکشتند. کابلیان در هنگام حمله عرب ها یک تن از قوماندانان ظالم آنها را که از بیرحمی زیاد مشهور به مرد دوشمشیره بود به قتل رسانید و عرب ها وی را نزدیک کوه شیر دروازه در کنار دریا دفن نمودند که بعدآ‌ مانند سایر زیارت ها قبر این قوماندان ظالم وخونخوار نیز به زیارت تبدیل شد و در جوار آن یک مسجد هم ساخته شده که فعلا بنام مسجد شاه دوشمشیره یاد میگردد.

Aside

Aside

 

 

موسکا نجیب

د ډاکتر نجیب لور؛ موسکا نجیب (په نړۍ کې د غوره دندې) په سیالۍ کې

| سې شنبه, 30.04.2013, 11:40 AM |   (2047 لیدل شوی)

شپږو دندو ته له نیم ملیون څخه زیاتو کسانو د نړۍ له نږدې ۲۰۰ هېوادونو څخه وړاندیز کړی دی.

۲۹ کلنه موسکا نجیب د هغو ۱۵۰ کاندیدانو څخه ده، چې د استرالیا (په نړۍ کې د غوره دندې) د سیالۍ په نوملړ کې راغلې ده. اغلې نجیب یوازینۍ افغانه ده چې په دغو سیالیو کې د خپل هېواد استازیتوب کوي.

موسکا د نړۍ له ۱۹۶ هېوادونو څخه ۶۰۰،۰۰۰ کسانو د وړاندیز کوونکیو په منځ کې یوازینۍ افغانه ده چې (په نړۍ کې د غوره دندې) په سیالیو کې برخه اخلي.

 د اپریل لسمه نېټه او د دغه وړاندیز په وروستی ورځ د ۳۵۰،۰۰۰ کسانو لېست اعلان شو.

د استرالیا د ګرځندوی مسوولینو په روانه میاشت کې لږ ترلږه ۴۵۰۰۰ ویډیوګانې وکتلې او په پایله کې یې یادو شپږو دندو ته  ۱۵۰ کاندیدان بېل کړل شول چې هرې دندې ته ۲۵ کاندیدان دي. په دغو شپږو دندو کې اغلې مسکا د ژوندانه د سبک عکاسۍ دندې ته د ۲۴ نورو سیالانو ترڅنګ کاندیده ده.

اغلې مسکا دا مهال د فلم اخیستونکې او ازادې پروډیوسرې په توګه دنده ترسره کوي.

د ژوندانه د سبک د عکاسې په توګه اغلې مسکا وویل: ” دا زما غوندې د یوې افغانې لپاره یو لوی فرصت دی، چې پدغه سیالۍ کې د یوې افغانې میرمنې په توګه سیالي وکړم. “

نوموړې وړاندې زیاته کړه: ” ډېر زیات افغانان په افغانستان کې دننه او بهر شته چې په انفرادي توګه فعالیت کوي، دوی ښه استعدادونه لري او ددې وړ دي چې په نړیواله کچه په سیالیو کې وځلېږي، خو ډېری د دوی دغو سیالیو ته له دې کبله چې دوی افغانان دي نه غوره کېږي. دغه سیالي ما د خپل ځان لپاره یو چانس وګاڼه او برخه مې پکې واخیسته. “

اغلې موسکا په لومړني چانس کې له بریالیتوب څخه وروسته وویل :” زه ډېره خوشحاله یم چې په ۲۵ غوره کسانو کې راغلم. دا به زما لپاره یو حیرانونکې تجربه وي چې په راتلونکي ګام کې هم انتخاب شم”

دغه دندې د استرالیا د ګرځندوی ادارې لخوا د روان کال په پیل کې اعلان شوې چې د ځوانانو د کمپاین د څلور میلیونه ډالرو یوه برخه جوړوي. دغه کمپاین په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شو.

د سږ کال ګټونکي به شپږ میاشتې تنخوا ولري چې ټولټال ۱۰۰۰۰۰ سل زره استرالیايي ډالر کېږي او همدا راز د اوسېدو لګښت. د سیالۍ په راتلونکي ګام کې به له هر ګډونوال څخه وغوښتل شي چې دغې مقام ته د رسېدو لپاره له منصفه پلاوي یا لوبڅاریو څخه د غوره والي تصدیق ترلاسه کړي.

هر ګډونوال چې پدې پړاو کې بریالی شي، هغوی به د وروستي پړاو لپاره د روان کال جون میاشتې تر نیمایي استرالیا ته ورغوښتل کېږي او د جون په ۲۱مه نېټه به شپږ بریالي کسان اعلان شي.

مسکا نجیب په افغانستان کې زیږېدلې، زده کړې یې په هندوستان او سویس کې بشپړې کړې دي. نوموړې په سویس کې په نړیوالو اړیکو کې لوړې زده کړې کړې دي. له فراغت وروسته یې له بي بي سي سره د خبریالې او پروډیوسرې په توګه دنده پیل کړه. مسکا له څو کلونو را پدېخوا د عکاسې په توګه کار کوي او عکسونه او تصویرونه یې د بي بي سي په ویب پاڼه کې خپرېږي. په وروستیو پېنځو کلونو کې یې د سویلي اسیا څو هېوادونو ته د خبریالې، عکاسې او فلم اخیستونکې په توګه سفرونه کړي دي. نوموړې د خپل ژوند ډېره برخه له افغانستان نه بهر تېرکړی دی. نوموړې د افغانستان له تاریخ، فرهنګ او عنعناتو سره ژوره اشنايي لري. هغې د (Afghanistan Culture Smart) په نوم یو کتاب هم لیکلی چې ډېر زر به چاپ شي.  مسکا نجیب د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله کشره لور ده.

 

 

افغان ځواکونو د ګوشتې دروازه له منځه يوړه

جلال اباد (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ اوه ساعته نښته شوې، چې په پايله کې يې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ويجاړه شوې ده.

 

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د پاکستاني عسکرو له لوري د افغان سرحدي پوليسو پر پوسته بريد وشو او له هغه وروسته جګړه پيل شوه.

 

سرچينه زياتوي، چې د جګړې په ترڅ کې پنځو افغان سرتېرو او تر لسو زياتو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

سرچينه وايي: ((يو سرتېرى زموږ شهيد شوى او څلور ټپيان دي.))

 

د سرچينې په خبره، چې د مقابل لوري تر لسو زياتو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

دى وايي، چې افغان ځواکونه همدا اوس په هغه ځاى کې موقعيت لري په کوم ځاى کې چې پاکستاني ځواکونو دروازه جوړه کړې ده.

 

د ګوشتې ولسوال عسى خان ځواک هم ياده نښته تاييدوي خو د نورو معلوماتو له ورکړې ډډه کوي.

 

د سيمې اوسېدونکى بلال کريم مومند پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې عامو وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، مګر د جګړې دواړه لوري مرګ ژوبله لري.

 

د بلال په وينا، چې په نښته کې له ډېرو درنو وسلو کار اخيستل شوى او جګړه د سهار تر لمر ختو روانه وه.

 

ياده دې وي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سرحد ګڼې ناندرۍ رامنځته شوې، تېره ورځ هم د تورخم د دروازې د بندښت له امله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

باتوره طالبان د ملي اردو د سرتيرو له ويرې  اوس چادرئ په سر كوي

باتوره طالبان د ملي اردو د سرتيرو له ويرې چادرئ په سر كوي
Taliban terrorists wearing Burqas