خدمتګار: طالبان د خپلو ملګرو ژوند ته ولې د ولس پر وينو ترجيح ور كوي؟
د ديني چارو كارپوهان په جګړه كې د عامو خلكو وژل د اسلامي قوانينو خلاف عمل ګڼي او زياتوي چې د وسله والو طالبانو په بريدونو كې عامو خلكو ته مرګ ژوبله په ولس كې د دوى محبوبيت صفر ته راښكته كړي.
د ديني او سياسي چارو كارپوه قاضي محمد حسن حقيار له خدمتګار سره په مركه كې وويل چې د افغان حكومت پر وړاندې د وسله والو طالبانو نظر د نورو خلكو له نظر سره توپير لري: (( وسله وال طالبان پر دولتي اماكنو ځكه بريدونه كوي چې هغوى افغان دولت د امريكا لاسپوڅى ګڼي او پر وړاندې يې جګړه هم جايزه بولي.))
خو ښاغلى حقيار د فراه د محكمې په بريد كې د عامو كسانو مرګ ژوبله غير شرعي كړنه بولي: ((په جګړه کې د عامو خلكو وژنه غير شرعي او غير اسلامي كار دى.))
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل، چې د اسلام مبارك دين په حقه جهاد كې حتى له حيواناتو او نباتاتو سره د ښه چلند امر كړى دى.
نوموړى زياتوي چې د وسله والو طالبانو په جګړه كې د عامو خلكو مرګ ژوبله هغه څه دي چې پر وړاندې يې د عامو خلكو حساسيتونه راپارېدلي دي:(( عام افغانان په دې باور دي چې وسله وال طالبان خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره له هرې ممكنې لارې څخه كار اخلي او د دوى د ژوند خيال نه ساتي.))
په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو د تېرې ورځې په حمله کې د پنځو قاضیانو او درېوو څارنوالانو په شمول ۵۳ تنه ووژل شول او تر یو ۱۵۰ زیات ټپیان شول.
اکثره وژل شوي او ټپیان عام خلک دي خو د محکمې او ښاروالۍ ځیني مامورین او کارګر هم په کې شامل دي.
د فراه والي اکرم خپلواک په وینا په دې برید کې د لسو امنيتي ځواكونو په ګډون ټولټال ۴۴ تنه ملکیان وژل شوي او سل نور ژوبل شوي دي.
د خپلواک په وینا له نهو وسله والو حمله کوونکو سره ټولټال ۵۴ تنه وژل شوي دي.
نوموړي زياته كړې چې اکثره ملکیان د محکمې او څارنوالۍ مراجعین دي.
ویل شوي چې د حملې پر مهال د لسو وسله والو طالبانو محاکمه روانه وه.
تر دې دمه څرګنده نه ده چې لس تنه تر محاکمې لاندې طالبان په څه حالت کې دي، ایا تښتېدلي او که په جګړه کې وژل شوي دي.
دا په جلال اباد کې پر کابل بانک تر حملې وروسته په تېرو څو کلونو کې د وسله والو طالبانو تر ټولو خونړۍ حمله ده.
خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې د فراه ولایت پرونۍ پېښې ته کتنه کړې او لیکلي يې دي چې وسله والو طالبانو د فراه پر محكمه بريد كړى چې په پايله كې يې لسګونه عامو خلكو ته مرګ ژوبله اړولې ده. وسله والو طالبانو د پېښې پړه منلې او زياته كړې يې ده، د فراه پر محكمې يې، ځكه بريد كړى چې په دغه محكمه کې يې د ملګرو محاكمه روانه وه.
څرګندون پریږدئ