طالبانو په جومات کې پر لمانځه ولاړ يوتن وواژه
خبریال بشيراحمد نادم.Aug 15, 2012 – 18:40
کندهار ښار (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): د کندهار ولايت مسوولين وايي، چې وسلوالو تېره شپه په يوه جومات کې د تراوېح لمانځه پر مهال يو عام وګړى وژلى دى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د کندهار ښار د لويې ويالې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسلوالو د دې سيمې په يوه جومات کې پر يوه لمونځ کوونکي دين محمد باندې ډزې کړې، هغه يې وژلى او په خپله تښتېدلي دي.
نوموړي وويل، چې وژل شوي دين محمد په ښار کې د پرچون دوکان درلود او پلار يې قصاب دى او له دولت سره يې هېڅ ډول اړيکې نه درلودې.
وسلوال طالبان بيا وايي، چې وژل شوى مولوي سيف الله نومېده او د ملي امنيت د جومات ملا امام و.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په لويه وياله کې وژل شوى د ډنډ ولسوالۍ د شورا غړى هم و.
د ولايت مطبوعاتي مسوول وايي، چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.